د ازبکستان د احصایې ملي کمیټې د تازه راپور له مخې، د روان کال په لومړیو اووه میاشتو کې له افغانستان سره د دغه هېواد د سوداګرۍ کچه ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.
په دېراپور کې افغانستان له هغو لس هېوادونو څخه پېنځم هېواد ښودل شوی، چې ازبکستان په روان کال کې ورسره تر ټولو ډېره سوداګري کړې ده.
د سوداګرۍ له کچې سره سم، چین له ۱۱.۳ میلیارډ ډالرو، روسیه له ۸.۱ میلیارډ ډالرو، قزاقستان له ۳.۳ میلیارډ ډالرو او ترکیې له ۱.۶ میلیار ډالرو سوداګرۍ سره پر ترتیب لومړی، دوهیم، درېیم او څلورم ځایونه خپل کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې سلاکار خان جان الکوزی بيبيسي ته ويلي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدا وروسته ډېرو افغان سوداګرو د منځنۍ آسیا هېوادونو ته مخه کړې او له دغو هېوادونو سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړې ده.
نوموړی وايي؛افغان سوداګر اوس د منځنۍ آسیا له هېوادونو خوراکي توکي، غوړي، درمل او ځینې نور توکي واردوي او خپله وچه او تازه مېوه، غالۍ او غوښه هم دغو هېوادونو ته صادروي.
الکوزی زیاته کړې، له ازبکستان سره د افغانستان سوداګري مخ پرپراخېدا ده.
د ازبکستان چارواکو هم په دې وروستیو کې ویلي وه، چې له افغانستان سره د دغه هېواد په سوداګرۍ کې دوه نیم برابره زیاتوالی راغلی دی.
#افغانستان #ازبکستان #سوداګري #منځنۍآسیا #اقتصاد
