د افغان او اتریشي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ یو تفاهملیک لاسلیک شوی، چې موخه یې اروپايي بازارونو ته د افغاني غالیو د صادراتو اسانتیا او د دغو محصولاتو د پلور بازار پراخول دي.
دغه تفاهملیک په کابل کې د امام ابوحنیفه د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې لاسلیک شوی دی.
د هوکړې له مخې، اتریشي شرکت به د افغاني غالیو د طرحې او ډیزاین په ښهوالي، بازارموندنې او بهرنیو بازارونو ته د صادراتو لپاره د زمینې برابرولو په برخو کې همکاري کوي.
اتریشي سوداګر فرتز لانګاور ویلي، چې افغاني غالۍ د رنګونو، خامو موادو، ډیزاین او کیفیت له پلوه د اروپايي بازارونو له غوښتنو سره سمون لري.
تمه ده چې دغه همکاري د افغاني غالیو د پلور بازار پراخېدو، د صادراتو زیاتېدو او د کورنیو تولیدوونکو د ملاتړ ترڅنګ، د افغانستان د غالیو صنعت له ودې سره هم مرسته وکړي.
#افغانستان #اتریش #افغاني_غالۍ
