د افغانستان نوولس کلنې کم کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام په غوراوي پړاو سیالیو کې نن د یوې هر اړخیزې لوبې په پایله کې د متحده عربي اماراتو نوولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د روانو سیالیو په ترڅ کې یې دریمه پرلپسې بریا خپله کړه.
افغان لوبډلې د خپل ۳۶۰ منډو هدف په دفاع کې ښه توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه. د افغان لوبډلې په ګټه نصرت الله نورستاني ۳، واحدالله ځدراڼ دوه او زیت الله شاهین یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغان لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ د یادو سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه د کوربه نیپال لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي چې په ګټلو سره به یې د ۲۰۲۶م کال نوولس کلنو لوبغاړو نړیوال جام سیالیو ته لاره ومومي.