ایراني رسنیو راپور ورکړی چې تهران کې د نفتو پر تصفیه‌خونې هېڅ ډول برید نه دی شوی او تصفیه‌خونه جوړه ده.

د راپور پر اساس، د تهران تصفیه‌خونې چارې له ځنډ پرته دوام لري او د سوند توکو په تولید، تامین او وېش کې هېڅ اخلال نه دی رامنځ ته شوی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې اسراییل د تهران د نفتو پر تصفیه‌خونې توغندیز برید کړی دی.

Share.