د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې، دې هېواد د نیول شویو سیمو د خوشې کولو لپاره خبرداری ورکړی دی.
په دې خبرتیا کې لیکل شوي: “د ژوندي پاتې کیدو لپاره له تل ابیب ووځئ.
د ایران اسلامي جمهوریت به په راتلونکو ساعتونو کې د صهیونیسټ رژیم پوځي بنسټونه پر نښه کړي.”
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ له دې مخکې د تهران اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی و، چې ژر تر ژره له دې ښاره ووځي.
ټرمپ په ټروت سوشیل پاڼه کې لیکلي: “(د) ایران حکومت باید ‘تړون’ لاسلیک کړی وای. دا یو شرم او د انسانانو د ژوند ضایع کول دي.”
نوموړي زیاته کړې: “ما ساده څرګنده کړه، چې ایران اټومي وسله نشي لرلی. ما دا څو ځله ویلي دي. ټول باید ژر تر ژره تهران پریږدي!”

Share.