د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د فوټبال فدراسیون له خوا د امام بخاري ښارګوټِي په لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د الچینو تیموری لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو نهایِي لوبه د صمیمیت او الچینو تیموری لوبډلو ترمنځ تر سره شوه چې د پنالتي ضربو له لارې الچینو تیموری (۵-۴) بریا خپله کړه.
په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.