په کندز ولایت کې د بدني روزنې او ورزش ریاست او دغیږ نیونې فدراسیون په ګډو هڅو د سیمه‌ییزې پهلوانۍ ازادې سیالۍ د سپین‌زر ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې. په دې سیالیو کې شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې له کندز سربېره د جوزجان ولایت څخه هم ګڼو اتلانو برخه اخیستې وه.

دغه سیالۍ د ورځې له پیل څخه تر ناوخته دوام وکړ، چې موخه یې د ورزشکارانو جسمي وړتیا لوړول، د دودیزو ملي لوبو ترویج او خلکو ته د سالمې تفریح زمینه برابرول یاد شوي دي.

په پای کې د یادو سیالیو ۵۰ تنه بریالي ګډونوال وستایل شول او ورته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې. مسوولینو د ورته سیالیو د دوام ډاډ ورکړی، او هیله‌یې څرګنده کړې چې ځوانان به له دا ډول پروګرامونو څخه ګټه پورته کړي او د ورزش په برخه کې به لا ډېر پرمختګ وکړي.

Share.