په کندز ولایت کې د رزمي ورزشونو فدراسيون تر چتر لاندې، د کیک جیتسو استازولۍ او امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري، د میرخېل قدردان کلپ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ دوستانه سیالۍ وشوې.
یادې سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۳۰ تنه بریالي او وستایل شول. دا سیالۍ د راتلونکو ټاکنیزو لوبو لپاره د غوره ورزشکارانو د پېژندلو په هدف ترسره شوې.

Share.