د کندز ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولي له لوري د دې ولایت مرکز آمو سنوکر کلب کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ دکندز ولايت ورزش ادارې مسوولینو په شتون کې ترسره شوې.
دغه سيالۍ، د ځوانانو او لويانو په عمري کټګوریو کې تر سره شوې، چې په پايله کې محمد اقبال لومړی مقام او يوسف خان دویم مقام ترلاسه کړ په ټوله کې ٨ ورزشکاران د کندز ولایت منتخبه لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د کندز ولایت ټاکنیزې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل ؤ، چې دوه ورځې يې دوام وکړ.