د کندز په مرکزي زندان کې د اسد ( ۲۴ )مې په وياړ د دې ولايت شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ و شوې.
د واليبال دغه آزادې سيالۍ د کندز ولايت د زندان او بدني روزنې رياستونو په ګډې همکارۍ ترسره شوې.
مسولینو د دغو سیالیو له ترسراوي موخه د اسد( ۲۴) مې ورځې نمانځل، او زندانيانو ته د زندان په دننه کې د تفريح برابرول یاد کړي.
له دې سره هغه زندانيان چې د لوبې ليدو ته راټول شوي د مسوولينو دا اقدام ستايي، او خوښ دي چې د روزنيزو پروګرامونو ترڅنګ دوی ته د سالمې تفریح موقع هم برابره شوې ده.