دکندز ولایت په سپین زر لوبغالي کې ٩٠ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې پهلوانۍ ازادې سیالۍ ترسره شوې.
یاده سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، هدف یې د ورزشکارانو فزیکي وړتیا لوړول، ځوانان دودیزو لوبو ته هڅول، او د خلکو لپاره دسالمې تفریح برابرول وو.
په پای کې، ۴۵ پیاوړي ورزشکاران بریالي شول او ګټونکو ته یې ډالۍ هم ورکړل شوې.