د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کورش دوې بیلابیلې سیالۍ ترسره شوې چې په کې شاوخوا ۱۲۰ ورزشکارانو ګډون کړی و. یادې سیالۍ د کورش فدراسیون د استازولۍ او د ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له خوا د بدني روزنې ریاست په همغږۍ، په ترتیب سره د خورشید لوبغالي او د شیرخان بندر په میدان کې ترسره شوې.

سیالۍ د یو ورځې او یوې شپې لپاره دوام وکړ، چې موخه یې د عنعنوي ورزشونو پیاوړتیا او د خلکو لپاره سالمې تفریح رامنځته کول و. په پای کې ۶۰ تنه ورزشکاران د خپلو سیالانو په ماتولو بریالي شول.

Share.