د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون او د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي مدیریت په همکارۍ دې ولسوالۍ په عیسی خېلو سیمه کې د کندز مرکز او ولسواليو په کچه د ۸ لوبډلو ترمنځه د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د شمس لوبډلې خپلې سیالې خان ذاخیل لوبډلې ته د ۳۱/۲۲ امتيازونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول، ورزشي فضأ رامنځته کولو او دیادې ولسوالۍ ځوانانو هڅول وه ، چې یوه شپه یې دوام وکړ .