د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند دفوټبال فدراسيون ، د ارچي ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د دې ولسوالۍ په کچه د ۴ لوبډلو ترمنځ سیالۍ د دوه ورځو په دوم د ځوانانو یوالي ، د يواوبل منلو او ځوانانو ورزش ته هڅولو په موخه د فوټبال سيالۍ ترسره شوې چې د استقلال نوي ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د استقلال نوي ځوانانو او د ارچي آزادۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پای کې ٢-١ ګولونو په توپیر د استقلال نوي ځوانانو لوبډلې په اتلولی سره سیالۍ پای ته ورسیدې.