د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګله‌دېش سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلورنیمې بجې پيلیږي. د یوه ورځنیو لوبلړۍ لومړنۍ سیالۍ افغانستان ګټلې وه او که نننۍ لوبه هم وګټي نو دغه سېریز به په خپل نوم کړي. د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه ترسره کړي.

Share.