د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډله د بنګله دېش له ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرکټ لوبډلې پر وړاندې د ۵ یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي.
دا لړۍ به د ۱۴۰۴ کال د لړم پر شپږمه پیل شي او د روانې میاشتې تر اته‌لسمې پورې به د بنګله دېش په دوه بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د هېواد ځوان ملي لوبغاړي به د تلې پر اته‌لسمه له کابل څخه بنګله دېش ته ولاړ شي او د لړۍ له پیل مخکې به په یوه اوونیزه روزنیزو هڅو کې برخه واخلي، چې بشپړ چمتووالی ولري.
د لړۍ لومړۍ دوه لوبې به د لړم پر شپږمه او نهمه په باګورا کې ترسره شي او بیا به دواړه لوبډلې پر دولسمه، پېنځلسمه او اته‌لسمه د وروستیو درې لوبو لپاره راجشاهي ښار ته سفر وکړي.
دا سیالۍ د آسیا جام، نړیوال جام او نورو راتلونکو دوه اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې د چمتووالي یوه برخه ده.

Share.