د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست تر چتر لاندې، د کورش فدراسیون استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ په ایسکي سیمه کې د ۵۴ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کورش آزادې سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ فزیکي او ذهني ظرفیت لوړولو او یوې سالمې تفریح برابرولو په هدف، د یوې شپې لپاره تنظیم شوې وې.

په پای کې، ۲۷ تنه ورزشکاران خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریا ترلاسه کړه او ویاړ یې خپل کړ.

Share.