د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست، د والیبال فدراسیون او د قلعه زال ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږۍ، د قلعه زال ولسوالۍ د “چهارګل تپې” په سیمه کې د والیبال یو شپه‌نۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د کندز ولایت د بېلابېلو سیمو څخه اووه لوبډلو ګډون کړی و، چې یوه لوبډله له بلخ ولایت څخه هم په کې شامله وه. د سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو د استعدادونو څرګندول و.

د یادو سیالیو پایلوبه د ،بلخ ولایت د دولت مزاري، او د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ د حمید مبایل فروش، لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې ،دولت مزاري لوبډلې، د ۳۱ پر ۲۲ امتیازونو په توپیر د خپلې سیالې لوبډلې ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

Share.