د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي او امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري قره ترکمن سیمه کې د کندز مرکز ، امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو په کچه شاوخوا د ۶۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د پهلوانی محلي آزادې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې په موخه ، دیوې ورځې په دوام ترسره شوې ، او په پای کې ۳۰ تنو ورزش کارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
ددې سیالۍ غوره لوبغاړو ته عمومي ریاست نه راغلو هیئتانو له لوري مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
په یادو سیالیو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ملي ورزشونو عمومي مدیر محترم غلام ایشان الماس ، ملي ورزشونو کارپو محترم عمر صالحي او دکندز ولايت ورزشي چارو آمر محترم محمد قیوم رحیمي ، دالمپیکي او غیرالمپیکي لوبو مدیرانو صاحبانو ګډون کړی وه.
