په کندز ولایت کې د سیمه‌ییزې پهلوانۍ او کورش سیالۍ د بدني روزنې او ورزش ریاست او د کورش فدراسیون په همغږۍ ترسره شوې. دغه سیالۍ د ولایت په مرکز او امام‌صاحب ولسوالۍ کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د یوې ورځې لپاره ترسره شوې، چې موخه یې د دودیزو ورزشونو وده، د ځوانانو هڅونه او خلکو ته د سالمې تفریح برابرول و. د سیالیو په پای کې یو شمېر پیاوړي ورزشکاران بریالي شول او ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

Share.