د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون او د چهاردرې ولسوالۍ د ورزشي مدیریت په همکارۍ، د چهاردرې ولسوالۍ د شیرزاد ورزشي لوبغالي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د «ځواک» لوبډلې خپلې سیالې «عین‌المجر» لوبډلې ته د ۲۱–۱۵ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
دغه سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، موخه یې د والیبال ورزش ته وده ورکول، د سالمې ورزشي فضا رامنځته کول او د چهاردرې ولسوالۍ د ځوانانو هڅول وو.

Share.