د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، د فوټبال فدراسیون او د قلعه زال ولسوالۍ د ورزشي کمیټې مدیریت په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ په کچه د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې، چې موخه یې د ځوانانو هڅونه او ورزش ته وده ورکول وو. دغه سیالۍ دوه ورځې دوام وکړ او د کهکشان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د پایلوبې سیالي د چغتای او کهکشان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پایله کې کهکشان لوبډله د ۲-۰ ګولونو په توپیر بریالۍ شوه او اتلولي یې خپله کړه.

Share.