د افغانستان کرکټبورډ غوراوي کمېټې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام او ویسټنډیز پر وړاندې درې شل اوریزو سیالیو ته خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. په دغه لوبډله کې الله محمد غضنفر، ایجاز احمدزي او ضیاءالرحمان شریفي ته د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی. د ویسټنډیز پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ د روانې مرغومي میاشتې پر ۲۹مه نېټه په اماراتو کې پیلیږي او نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکې سلواغې میاشتې پر ۱۸مه نېټه په سریلانکا کې پیلیږي.
