د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د وزلوبې فدراسیون په ګډه همکارۍ دکندز ولایت ښار اړوند وزلوبي لوبغالي کې شاوخوا د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
ددغو سیالیو اخراولاق ذبیح الله پهلوان د رئیس صاحب گلمحمد رجبزاده په آس او دویم اخراولاق قدرت پهلوان د سیربای شیرزاد په آس تر خط ورسول او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د چاپندازانو جسمي وړتیا لوړول او ددې ولایت وګړو ته یوه سالمه تفریح برابرول وو.
