کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست تر چتر لاندې، د وزلوبې فدراسیون او د قلعه زال ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږۍ، د یادې ولسوالۍ په کچه په صالح آباد سیمه کې وزلوبې سیالۍ ترسره شوې، چې پکې شاوخوا ۵۰ چاپندازانو ګډون کړی و.
یادې سیالۍ د یوې خوشحالۍ په مناسبت ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
چې اخراولاق یې عبدالحکیم پهلوان د مالک افغان پر آس تر خط ورساوه، او د ځانګړو ډالیو مستحق وګرځېد.
موخه یې د عنعنوي ورزشونو ودې ته دوام ورکول او خلکو ته دیوې سالمې تفریح برابرول و.
