د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، د وزلوبې فدراسیون او د خان‌آباد ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په ګډه همکارۍ ، د یادې ولسوالۍ په کچه د وزلوبې پراخې سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې شاوخوا ۵۰ تنه تکړه چاپ‌اندازانو ګډون کړی و، چې د کندز ترڅنګ د تخار ولایت چاپ‌اندازان هم پکې شامل وو.
یادې سیالۍ د مینه‌والو له تود هرکلي سره مخ شوې او په زړه‌راښکونکي سیالییز فضا کې ترسره شوې. د سیالیو په پایله کې دوه وروستي آخر اولاقې اعلان شوې، چې زین‌الدین پهلوان د لومړي مقام او صدیق پهلوان د دویم مقام ګټونکي شول. دواړو اتلانو وتوانېدل چې آخراولاقې د حلال تر دایرې ورسوي او چمتو شوې ډالۍ ترلاسه کړي.

Share.