ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کرکټ نړیوال شل‌اوریز جام سیالیو پای‌لوبه د هند او نیوزیلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شي. دغه لوبه نن ماښام ۶ بجې د هند په احمد اباد کرکټ لوبغالي کې کیږي.
په سږ کال نړیوال جام سیالیو نیمه پای‌لوبو ته سویلي افریقا، انګلنډ، هند او نیوزیلنډ لار پیدا کړې وه. په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې نیوزیلنډ سویلي افریقې ته ماتې ورکړه او په دویمه کې هند انګلنډ ته ماتې ورکړه، څو دواړه پای‌لوبې ته ورسېږي.

کرکټ #نړیوال_جام2026 #هند #نیوزیلنډ #پایلوبه

Share.