د ۲۰۲۶ کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو لار پیدا کړې وه. په دې ستره لوبه کې هندۍ لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې په ترسره کولو سره سیالې لوبډلې ته د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې نیوزیلینډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹۶ منډو په توپير بایلوده، او هند دغه ستره اتلولي خپله کړه.
