د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې له سریلانکا سره د افغانستان راتلونکې کرکټ لوبلړۍ ځنډېدلې ده. د کرکټ بورډ په وینا، تر اوسه روښانه نه ده چې دا لوبلړۍ به څه وخت او په کوم هېواد کې ترسره شي او په دې تړاو وروستۍ پرېکړه تر غور لاندې ده. تر دې مخکې کرېک‌انفو راپور ورکړی و، چې ټاکل شوې لوبلړۍ به د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵مې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو ښايي په منځني ختیځ کې د روانو کړکېچونو له امله وځنډېږي.

#افغانستان_کرکټ #سریلانکا #کرکټ_لوبلړۍ #سپورت

Share.