د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري، د یادې ولسوالۍ د باسوسو ښارګوټي په کچه د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې  دوه میاشتې وړاندې   د ځوانانو د ورزش ته د هڅونې او د غوره لوبغاړو او لوبډلو د موندلو په موخه پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د یاد ټورنمنټ په پای کې:  اماراتي لوبډلې د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

د صیاد قرول ځوانانو لوبډلې د ۱۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام خپل کړ.

Share.