د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست، د کورش فدراسیون استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت په ګډه همغږۍ، د یادې ولسوالۍ اړوند د ایسکي په سیمه کې د کورش (غیږنیونې) ازادې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د امام صاحب ولسوالۍ ترڅنګ د قلعه زال، کلباد او خان آباد ولسوالیو څخه شاوخوا ۵۰ تنه پهلوانانو ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۲۵ تنه بریالي شول او د نغدي او مادي ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.

دغه سیالۍ چې یوه شپه یې دوام وکړ، موخه یې په ټولنه کې د ځوانانو ورزش ته هڅول، په لرې پرتو سیمو کې د کورش عنعنوي لوبې دودول او خلکو ته د سالمې تفریح برابرول وو.

#کندز #امام_صاحب #ورزش #غیږنیونه #کورش #پهلوانان #سیالۍ #ځوانان #تفریح #افغانستان

Share.