د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه‌شنبه، غويي لومړۍ نېټه ویلي چې په دې یو میاشتني کمپ کې نږدې ۴۰ افغان لوبغاړي ګډون لري.

د معلوماتو له مخې، د ملي لوبډلې د مشر روزونکي ریچارډ پایبس په شتون او د نږدې ۲۰ کورنیو او بهرنیو روزونکو تر څارنې لاندې به افغان لوبغاړي د لوبې په بېلابېلو برخو کې مسلکي روزنه او تمرینات وکړي.

دغه تمریناتي کمپ د هندوستان پر وړاندې د راتلونکې ټسټ لوبې او د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د ملي لوبډلې د بشپړ چمتووالي په موخه کېږي.

#افغانستان #کرېکټ #ملي_لوبډله #کابل #تمریناتي_کمپ #AfghanistanCricket #TeamAfghanistan

Share.