د کابل ولایت په کوربهتوب هغه سترې سیالۍ چې د ۷ هېوادونو تکړه پهلوانانو پکې ګډون کړی و، زموږ د هېواد اتلانو ترڅنګ د کندز ولایت پهلوانانو په خورا مېړانه او لوړ مورال سره برخه واخیسته او د ویاړ وړ لاسته راوړنې یې ثبت کړې.
په دغو سیالیو کې احمدظاهر سروری او سلطان بیګ د سپینو زرو (نقرې) مډالونه ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې منصور سروری، شجاع ګل آغا، سهراب احمدي او غلام محمد د برونزو مډالونو په ګټلو سره د هېواد بیرغ رپاند وساته. د دغو ټولو پهلوانانو هڅې، زحمت او نه ستړې کېدونکې مبارزه د ستاینې وړ ده.
د کندز ولایت بااستعداده پهلوانانو د نه یوازې سیالۍ په بریالیتوب سره ترسره کړې، بلکې د خپلو ښې کارکردګیو له امله د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس قاري صاحب عزت الله سنان ، ورزشي چارو آمراو یو شمېر ورزشپالو له لوري وستایل شول. دغه بریاوې د کندز ولایت لپاره د ویاړ، عزت او نیکنامۍ ښکاره بېلګه وبلل شوه.
دا اتلان زموږ د ټولنې لپاره د الهام سرچینه ده، چې په هڅې، یووالي او کلک عزم سره کولی شو نړیوالو ډګرونو کې ځان وځلوو. هیله ده چې نور ځوانان هم د احمدظاهر سروری، سلطان بیګ، منصور سروری، شجاع ګل آغا، سهراب احمدي او غلام محمد په څېر د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
په پای کې، د دغو اتلانو بریاوې نه یوازې د دوی شخصي لاسته راوړنې دي، بلکې د ټول هېواد لپاره د ویاړ او خوشحالۍ سبب ګرځېدلې دي.
#کندز #کابل #ورزش #پهلوانان #ویاړ #افغانستان #سیالۍ #بریا #اتلان
