د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست، د والیبال فدراسیون او د قلعه‌زال ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږۍ، د دې ولسوالۍ د «تربوزګزر» په سیمه کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

یادې سیالۍ د یو واده په مناسبت جوړې شوې وې، چې پکې د کندز ولایت د بېلابېلو لوبډلو ترڅنګ د جوزجان ولایت څخه هم یوه لوبډله برخه‌واله وه. په ټولیز ډول، د پنځو لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې.

د سیالیو پایلوبه د جوزجان ولایت د باز محمد ترکمن د لوبډلې او د عبدالله ذاخېلوال د لوبډلې ترمنځ ترسره شوه. په پایله کې، د باز محمد ترکمن لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳۱–۲۵ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ مقام یې خپل کړ

#قلعه_زال #کندز #والیبال #ورزش #جوزجان #سیالۍ #اتلولي #افغانستان

Share.