د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست تر چتر لاندې، په قلعه‌زال ، امام صاحب ، چهاردرې او گل‌تپې ولسواليو کې د والیبال او عنعنوي غیږنیونې يا کُرش بېلابېلې سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې لسګونو لوبډلو او شاوخوا ۶۰ پهلوانانو ګډون کړی و. د قلعه‌زال او چهاردرې په والیبال پایلوبو کې په زړه پورې سیالۍ وشوې، او په گل‌تپه کې د اوو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې چې «دولت مزاري» لوبډلې لومړی مقام خپل کړ. همدارنګه په امام صاحب ولسوالۍ کې د غیږنیونې ازادو سیالیو کې ۳۰ تنه پهلوانان وستایل شول.

د یادو سیالیو موخه د ورزش د ودې، د ځوانانو هڅونه، او په ټولنه کې د سالمې تفریح رامنځته کول وو، چې د خلکو له تود هرکلي سره مل وې.

#کندز #ورزش #والیبال #کُرش #ځوانان #سیالۍ #بدني_روزنه

Share.