د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست، د کورش فدراسیون استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت په ګډه همغږۍ، د یادې ولسوالۍ اړوند د ایسکي په سیمه کې د کورش (غیږنیونې) ازادې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د امام صاحب ولسوالۍ نه شاوخوا ۵۰ تنه پهلوانانو ګډون کړی و، چې له ډلې یې ۲۵  تنه بریالي شول او د نغدي او مادي ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.

دغه سیالۍ چې یوه شپه یې دوام وکړ، موخه یې په ټولنه کې د ځوانانو ورزش ته هڅول، په لرې پرتو سیمو کې د کورش عنعنوي لوبې دودول او خلکو ته د سالمې تفریح برابرول وو.

#کورش #غیږنیونه #امام_صاحب #کندز #ورزش #ځوانان #سپورټ #سیمه‌ییزې_سیالۍ

Share.