د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ او د اړوندو فدراسیونونو په همکارۍ، د کونګفو توا او سیمه‌ییزې پهلوانۍ دوه جلا ورزشي سیالۍ د دې ولایت په مرکز کې ترسره شوې.

په کونګفو توا سیالیو کې چې د بلخ، سمنګان، تخار، بغلان او کندز ولایتونو ۶۴ ورزشکارانو برخه اخیستې وه، د دوه ورځو په اوږدو کې ترسره شوې. په پایله کې د کندز لوبډلې لومړی مقام خپل کړ، سمنګان دویم او تخار درېیم مقام ترلاسه کړ.

همدارنګه د سیمه‌ییزې پهلوانۍ په دوو جلا سیالیو کې، چې د مرکز په لوبغالو او ملرغي سیمه کې د ۵۰ او ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پای کې ۲۵ او ۳۵ ورزشکارانو بریاوې خپلې کړې او د مسئولینو له لوري ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو د وړتیاوو لوړول، د دودیزو سپورټونو وده او د سالمې تفریح زمینې برابرول بلل شوې ده.

#کندز #ورزش #کونګفو_توا #پهلواني #افغانستان #سپورټ #ورزشکاران #بدني_روزنه #KungFu #SportsAfghanistan

Share.