د لوی اختر په مناسبت د کندز ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د کورش یا غېږنیونې محلي سیالۍ د پراخ ګډون په ترڅ کې ترسره شوې. په دغو سیالیو کې شاوخوا ۱۰۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې د کندز ترڅنګ د سمنګان، بغلان او جوزجان ولایتونو نامتو پهلوانانو هم پکې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.
د سیالیو فضا د ورورولۍ او ښه رقابت په روحیه کې ترسره شوه او د ګډونوالو ترمنځ د قوي مقابلې شاهد وه. په پای کې ۵۰ کورشکارانو وتوانېدل چې خپل سیالان مات کړي او د بریا مقامونه خپل کړي.
یادې سیالۍ د لوی اختر د خوښیو په مناسبت د یوې شپې لپاره جوړې شوې وې چې د سیمې د ورزشکارانو ترمنځ یې همغږي او ورزشي روحیه لا پیاوړې کړه.
#کندز #لوی_اختر #کورش #غیږ_نیونه #افغانستان #ورزش #پهلوانان #ورزشي_سیالۍ
