ټاکل شوې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په کوربهتوب د شلاوریزو لوبو یوه لړۍ ترسره کړي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا سیالۍ به د هند په نوي ډیلي کې ترسره شي. د افغانستان او هند کرکټ بورډ له لوري په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي. تر دې وړاندې دواړو لوبډلو یوازې یو ځل د هند په کوربهتوب د شلاوریزو لوبو لړۍ ترسره کړې ده. بلخوا، د افغانستان ملي لوبډله دا مهال په هند کې شتون لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره چمتووالی نیسي.
#افغانستان #هند #کرکټ #شل_اوریزې_سیالۍ #افغان_لوبډله #هندي_لوبډله #نوی_ډیلی #ورزش_خبرونه
