د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د شپږیزې سیالیو په ترڅ کې به د جولای په ۱۰مه نېټه د خوست په رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي کې یوه دوستانه شل اوریزه لوبه ترسره شي. په دې لوبه کې به د افغان ایلېون او د ازبکستان د کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ سیالي وي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه د افغانستان او ازبکستان د کرکټ ادارو ترمنځ د همکارۍ او د کرکټ د ودې لپاره د لاسلیک شوي تفاهملیک پر بنسټ ترسره کېږي.
#افغانستان #ازبکستان #کرکټ #شپږیزه #دوستانه_لوبه #خوست #کرکټ_بورډ #T20
