واشنګټن پوسټ په یوه نوي راپور کې لیکلي، چې که د ایران راکټي بریدونه پر اوسنۍ چټکتیا سره روان وي او امریکا خپل دفاعي مهمات ترې وسپموي یا خپل ملاتړ زیات نکړي؛ اسرائیل ممکن یوازې د راتلونکو ۱۰ څخه تر ۱۲ ورځو پورې د دغو توغندیو پر وړاندې دفاع څه نا څه وساتي.
د راپور له مخې؛ دا د هغه چا لخوا ویل شوي، چې د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ارزونو سره بلد دی.
راپور زیاته کړې، چې د اسرائیلو دفاع تر فشار لاندې ده او ممکن د جګړې د دوام په صورت کې ټول بریدونه شنډ نکړی شي.

Share.