د ایران او اسرائیل ترمنځ د روانې جګړې اوومه ورځ په داسې حال کې پیل شوې، چې د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، پخواني امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د “وضعیت خونه” کې د دویمې پرله‌پسې غونډې له ترسره کېدو وروسته خپلو سلاکارانو ته ویلي، چې پر ایران د برید طرحه یې تأیید کړې، خو تر دې دمه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د ای‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، ټرمپ د ایران د فوردو د یورانیمو غني کولو پر تاسیساتو د برید د طرحې په اړه تدریجي رضایت ښودلی دی. دا هغه تاسیسات دي، چې د هدفمند برید لپاره د امریکا د قوي (سګر ماتوونکو) بمونو کارول اړین ګڼل کېږي.

ټرمپ تر دې وړاندې څرګنده کړې وه، چې دی د اوربند غوښتونکی نه دی او غواړي پر ایران بشپړه بریا ترلاسه کړي. هغه دا هم نه ده رد کړې، چې کیدای شي د ایران د رژیم بدلون هدف وګرځي.

له بلې خوا، د ایران ستر مشر علي خامنه‌یي په تهران کې د جګړې پر دوام او “نه تسلیمېدو” ټینګار کړی دی.

Share.