د راپورونو له مخې، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري چې په غزه کې به “راتلونکې اوونۍ” اوربند رامنځته شي.
نوموړي دا څرګندونې پرون (جمعه) له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې او ویې ویل، دی یوازې له هغو کسانو سره خبرې کوي چې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو د هوکړې د خوندي کولو هڅې کوي.
ټرمپ په دې اړه ډېر جزئیات نهدي وړاندې کړي.
راپورونه ښيي چې نوموړي پر اسراییلو فشار راوستی څو د ایران سره له وروستۍ جګړې وروسته، له حماس سره روانه جګړه پای ته ورسوي.
ټرمپ په غزه کې روان وضعیت “وحشتناک” بللی او ویلي یې دي: «موږ غزې ته مالي مرستې او خوراکي توکي رسوو، ځکه دا زموږ دنده ده.»
هغه له نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې په غزه کې د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي.
د ټرمپ دغه څرګندونې پر داسې مهال شوي چې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو بمبار دوام لري، او د جمعې له ورځې راهیسې لږ تر لږه ۶۰ فلسطینیان وژل شوي دي.