د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، اسراییلي لوري د غزې په تړاو د ۶۰ ورځني اوربند له یوې هوکړې سره سلا شوي دي.

نوموړي تېره ورځ (سه‌شنبه، د سرطان ۱۰مه) په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې اسراییل د یاد اوربند موافقه کړې او له حماس ډلې یې غوښتي، چې د حالاتو له لا خرابېدو وړاندې، دغه تړون ومني.

که څه هم تر دې دمه نه حماس او نه هم اسراییلي چارواکو د دې هوکړې په اړه رسمي غبرګون ښودلی، خو ټرمپ ویلي، دی هڅه کوي د غزې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره منځګړیتوب وکړي، څو روانه جګړه پای ومومي.

یاده دې وي، چې ټرمپ څو ورځې وړاندې، د روانې اونۍ د شنبې په ورځ هم ویلي و، چې ژر به د غزې جګړه پای ته ورسېږي او اوربند به ترسره شي.

Share.