د امریکا په ټکزاس ایالت کې د سختو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور تر اوسه بې درکه دي.
راپورونه وايي، دا سېلابونه د جمعې په ورځ د ګوادالوپ په سیمه کې راوتلي، چې خلکو او سیمو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
ځايي چارواکي وایي، لا هم د نادرکه کسانو د موندلو هڅې روانې دي، خو تر اوسه د هغوی د ژوند په اړه کوم معلومات نهدي ترلاسه شوي.
د چارواکو په وینا، د ژغورنې ډلو تر اوسه ۲۳۷ تنه له خطرناکو سیمو ژغورلي دي.