د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د هېواد په تاریخ کې “تر ټولو شرموونکې پېښه” بللې ده. نوموړي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ (د لګښتونو او مالیاتو د لایحې د لاسلیک) پر مهال وکړې.
ټرمپ وویل: “موږ به هېڅکله بیا اجازه ورنکړو چې زموږ هېواد له داسې یوه شرموونکي حالت سره مخ شي.”
هغه ټینګار وکړ چې د امریکا د وتلو بهیر باید له نظم، تدبیر او مسوولیت سره تر سره شوی وای، نه دا چې په ناڅاپي او بېسرو سامان ډول ترسره شي.
ټرمپ دا هم وویل چې د اوسني حکومت د ناسمو پرېکړو له امله نه یوازې امریکا، بلکې ټول نړیوال امنیت زیانمن شوی دی.