روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ګرځندویه شرکتونو تازه افغانستان ته د اونیزو سفرونو اعلانونه پیل کړي، چې بیه یې شاوخوا ۳۰۰۰ ډالره ده او روسي وګړو ته وړاندې کېږي.
د راپورونو له مخې، افغانستان ته د ګرځندوی کڅوړو بازار وروسته له هغې تود شو چې د روسیې او د افغانستان د اسلامي امارت حکومت ترمنځ اړیکې پراخې شوې او مسکو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړ.