له یمن څخه پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو په لړ کې نن پنجشنبه، جولای لسمه، یو ځل بیا پر اسراییلو توغندیز برید شوی دی.

یمن کې د ایرن له ملاتړ برخمنه حوثي ډله له دغه هېواد پر اسراییلو د شویو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي. یاده ډله چې د یمن ډېری برخه کنټرولوي، د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو او کښتیو توغندیز بریدونه کوي.

د اسراییلو پوځ بیا وايي چې له یمن څخه د دوی پر لوري د توغندیز برید سره هم‌مهاله په څو ښارونو کې د خطر زنګ وهل شوی او توغندی یې، شنډ کړی دی.

له دې وړاندې له یمن څخه د اسراییلو پر لوري ویشتل شوي ډېری توغندي یا شنډ شوي او یاهم خپل هدف ته نه‌دي رسېدلي دي.

یمن کې د حوثي ډله د فلسطین غزې اوسېدونکو په ملاتړ پر اسراییلو او اسراییلي کښتیو وخت ناوخت بریدونه کوي او ټينګار کوي چې دا بریدونه به تر هغو روان وي څو چې اسراییلو غزه کې جګړه نه‌وي درولې.

Share.