د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د افغان کډوالو په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان کډوال زموږ ورونه او خويندې دي، او د هغوی موجودیت ته په ایران کې د درناوي له نظره کتل کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې اوسني اقدامات د کډوالو د حضور د ښه تنظیم او سمون لپاره ترسره کېږي، نه د فشار یا زور لپاره.
پزشکیان ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر باید په سولهييز، درناوي ډک او تدریجي ډول ترسره شي، څو هم د ایران قوانین مراعت شي او هم د کډوالو کرامت خوندي پاتې شي.
د هغه دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې د افغان کډوالو د شړلو او ستنولو بهیر له تېرو میاشتو راهیسې شدت موندلی او ګڼ شمېر کورنۍ له سختو حالاتو سره مخ شوې دي.