په ویتنام هېواد کې د خراب موسم له امله د سېلانیانو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۳۷کسانو ژوند بایللی.
د راپورونو پر اساس، په ډوبه شوې کښتۍ «ونډر سي» کې د عملې د ۵ غړو په ګډون ۵۳ کسان سپاره وو چې ۳۷ یې مړه، ۱۱ ژغورل شوي او ۵ کسان لا هم نادرکه دي.
دغه پېښه د ویتنام په مشهوره سیاحتي سیمه «هالونګ» خلیج کې شوې.
د راپورونو پر بنسټ، په کښتۍ کې سپاره زیاتره کسان د ویتنام اوسیدونکي وو او له پلازمینې هانوي څخه د سیاحت لپاره تللي وو.